په پکتیا کې د رنګین اختر والیبال سیالۍ د ګوهر سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۲:۴۲
په پکتیا کې د رنګین اختر والیبال سیالۍ د ګوهر سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رنګین اختر و الیبال څلورم پړاو سیالۍ د ګوهر سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې آته ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته یې ګوهر سپورټ او کلالګو ستورو لار موندلې وه، چې په پایله کې ګوهر سپورټ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د زرمت ځوانانو له لوري ځوانانو ته د مینې او پخلاینې فکر ورکولو په موخه پیل شوې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS