په پکتيکا ولايت کښي د سولى په ملاتړ د فوټبال سيالۍ د ورزشى امريت او فوټبال کميټى په همکارى په لاره اچول شوي وى۔
په دی سیالی کی چي د مرکز په شمول د ارګون ولسوالى،ګيان ولسوالى،د غزنى ولايت بندى سردى ولسوالى او پکتيا ولايت تعمير ولسوالى فوټبال لوبډلو برخه اخيستى وه۔ پاى لوبى ته يي د غزنى ولايت بندى سردى ولسوالى او پکتيا ولايت تعمير ولسوالى لوبډلو لار پيداکړه او پاى لوبه نن د پنج شنبى ترسره شوه او لوبه د صفر مقابل يو ګول په وهلو سره د پکتياولايت تعمير ولسوالى په ګټه پاى ته ورسيده. دواړو لوبډلو ته د عدليي سرپرست ريیس، ورزشى چارو امر،اصلاحات ادارى امر، کوچيانو چارو دسمون امر او ځوانانو لخوا تيار شوي انعامات ورکړل شول په اخير کښي ګټونکى لوبډلى ته د نور انعاماتو تر څنګ يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.
