په هلمند کې د کبډي رمضان جام سياليو اتلولي د کجکي ولسوالۍ لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۲۴
په هلمند کې د کبډي رمضان جام سياليو اتلولي د کجکي ولسوالۍ لوبډلې خپله کړه

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په نظري ورزشي کلب کې د کبډي رمضان جام سياليو اتلولي د کجکي ولسوالۍ لوبډلې خپله کړه.

د دغو سيالو د پای په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو، د کلبونو روزنکو، ورزشکارانو، قومي مشرانو، د رسنيو مسولينو، د مرکز او ولسواليو سلګونو نندارچيانو ګډون کړی و.

د نوموړو سيالو پايلوبې ته د کجکي او ګرمسېر ولسواليو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې د کجکي ولسوالۍ لوبډله وتوانېده، چې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲ نومرو په توپير ماتې ورکړي او لومړی مقام خپل کړي.

د‌ يادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې اتو لوبډلو ګډون کړی و او څه باندې ۲۲ ورځې يې دوام وکړ‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS