په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۱۱:۲۴
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ په دوام پرون (يکشنبه، ماښام) درې سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ سیالي د نوري او مالکیار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نوري لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۸ مڼدې هدف کېښود؛ خو بل پلو مالکیار لوبډلې یاد هدف ته د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره د شپږم اور په لومړي بال ځان ورساوه او سیالې لوبډلې ته یې په ۹ویکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی محیب الله و، چې په ۲۰ بالونو یې ۶۶ منډې جوړې کړې.

همدا راز دویمه لوبه د خادم باچا او هیوادوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خادم باچا لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۸لوبغاړو په زیان ۱۱۰ منډې هدف کېښود، هیوادوال لوبډلې په لسو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵منډو په توپیر ماتې ومنله.

د نوموړې لوبې غوره لوبغاړی عبدالقادر و، چې په دوو اورونو کې یې د پنځو منډو په ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

د نن شپې د وروستۍ سیالي لپاره بست ساتونکې او افغان پښتون لوبډلې د سیالي لپاره میدان ته ښکته شوې، بست ساتونکو لومړی توپوهنه وکړه او د ۸ اورونو په لوبولو، د ۷لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۸۵ منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې د اتم اور په څلورم توپ یاد هدف ته ځان ورساوه او بریا یې خپله کړه.

د یادې وروستۍ سیالي غوره لوبغاړی حکمت الله و، چې په ۲۳ بالونو یې ۵۳ منډې جوړې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS