په هرات کې د سنوکر ملي لوبډلې دیارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۱:۲۸
په هرات کې د سنوکر ملي لوبډلې دیارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د هېواد د سنوکر ملي لوبډلې دیارلسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ نن یکشنبه د هرات ولایت په کوربه توب پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هرات ولایت د ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، مولوي محمود مشفق د هرات د ورزش آمر، د هېواد د سنوکر او بلبارد فدراسیون رئیس علي احمد یوسفي او د برخه والو ولایتونو استازیو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د لویدیځ زون د سنوکر فدراسیون رئیس بصیر نصیر افضلي د سیالیو په اړه مالومات وړاندی کړل.

ورپسې د هرات د ورزش ریاست مشر مولوي ګلاب الدین خپلواک هر اړخیزه وینا وکړه او ورزشکارانو ته یې ښه راغلاست ووایه، نوموړي وویل: «هرات ولایت له هر پلوه د هېواد له لومړی درجه ولایتونو څخه دی او دادی دا ځل د سنوکر دیارلسم پړاو سیالیو کوربه توب کوي».

ښاغلي خپلواک خوښي څرګنده کړه چې د هېواد د ورزش ریاست هرات ولایت د دې سیالیو لپاره وړ وباله.

ښاغلي خپلواک هوډ څرګند کړ چې د هرات ورزش ریاست په هرات کې د ورزش د لاډیرو شرائطو او زمینه سازی لپاره کار کوي. هرات ولایت د ورزش په برخه کې پریمانه استعدادونه، په ملي او نړیواله کچه لاس ته راوړنې لري.

ښاغلي خپلواک سنوکر د شاهانو لوبه یاده کړه او له ورزش څخه یې د غلطې استفادې د مخنیوي غوښتونکی شو.

د هېواد د سنوکر په ملي ټاکنیزو سیالیو کې له کابل، غور، هرات، فراه او ننګرهار ولایتونو څخه ۱۰۵ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې او په دریو عمري ډلبندیو کې به یوه اونۍ دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS