په ننګرهار کې د ۴۰ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسیون د استازولۍ په همکارۍ د ياد ولایت په کچه د ۴۰ کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ رمضان جام شپنۍ سیالۍ پيل شوې.
یادې سيالۍ د درېيو کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره کېږي او موخه يې ورزش ته د ځوانانو تشويق ياد شوی دی.
هېره دې نه وي چې د پهلوانۍ دغه سيالۍ به دوه ورځې دوام وکړي.