په ننګرهار کې د څلورو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
په ننګرهار کې د څلورو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د کیک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند ورزشي جمنازیوم کې د کابل، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې کابل لومړی، ننګرهار دويم او لغمان ولايت درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د ځوانانو، لويانو او نويو ځوانانو په کټګوري کې ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عبدالله کشف کلب لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۶
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS