په ننګرهار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۵۷
په ننګرهار کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پيل شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د ورزش امر او ورزشي فدراسیونونو پر مسولینو سربېره ورزشکارانو او د ورزش یو شمېر مینوالو ګډون کړی و.

په پیل کې د دغه ریاست ورزشي امر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې هڅه کوو ترڅو د ننګرهار ولایت ورزشي فعالیتونه هېڅکله پیکه او کم رنګه نه شي. ده همدا راز د فدراسیونونو له مسولینو غوښتنه وکړه، چې په خپلو رشتو کې نه یوازې په مرکز؛ بلکې په ولسوالیو کې هم ورته سیالۍ جوړې کړي.

د دغه جام لومړۍ سیالي د راشکو بابا درونټه او پامیر لوبډلو تر منځ وشوه، چې په پایله کې راشکو بابا درونټې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه. دویمه سیالي د آبي پوشان پیداګوژي او المپیک لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې المپیک لوبډلې په یوه ګول ماتې وخوړه او سیالي یې وبایلله.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ د ‹۱۲› لوبډلو تر منځ د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چتر لاندې د استاد فهیم په همکارۍ پرون رسماً پیل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS