په لغمان کې د ازادۍ په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کچور لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۶:۵۴
په لغمان کې د ازادۍ په نوم د والیبال سیالیو اتلولي کچور لوبډلې خپله کړه

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون له لوري د همدې ولایت په مرکز میر حسن بیلې سیمه کې د ازادۍ په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ کچور لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبه د میر حسن بیلې او کچور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کچور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې ددغو سیالیو په پای کې د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS