په غزني کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۶:۴۰
په غزني کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړند کیک بوکسنګ فدارسیون په چوکاټ کې د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۶۲ ورزشکارانو ترمنځ " د قران پاک د دفاغ " تر سرلیک لاندې د کیک بوکسنګ نهمه دوره یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د همدې سیالیو په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسولینو، د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون رهبرۍ، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو کټګوریو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو په پای کې په مختلفو کټګوریو او وزنونو کې ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل او همداراز غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS