په خوست کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۰:۳۳
په خوست کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت په مرکز تڼيوال پارک کې د مدرسو او ښوونځیو په کچه د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ معارف جام سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د الازهر خصوصي ښوونځي او نهرالعلوم مدرسې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ د نهرالعلوم مدرسې لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو لسو اورنو کې یې سیالې لوبډلې ته ۹۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته الازهر خصوصي ښوونځي یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په نهم اور کې پوره کړ او سیالي یې وګټله.

هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ د نصیر ځواک، ضیاءالله او یون اورښت له لوري جوړې شوې، د لیګ په شکل ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې ۲۵ تنو خپلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۴۷
Background image

پکتیکا، ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې طوفان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۱:۴۳
Background image

د بغلان پوهنتون محصلينو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د بغلان پوهنتون ۵۰ تنو محصلینو ترمنځ د افغانستان ا.ا نظامي ځواکونو د ملاتړ په موخه د کورش سيالۍ. . .

BACK TO NEWS