په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۵۶
په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پيل شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې،چې د لکڼو په ایوب خېلو سیمه کې جوړ شوي وو، د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسولینو، قومي مشرانو ، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د خوست ولایت ورزشي مسولینو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه، چې سیالۍ دې د ورورولۍ او صمیمیت په فضا کې ترسره کړي.

د نوموړي جام لومړۍ سیالي د کابل او خوست فیضو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کابل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې په دغه جام کې د خوست ولایت د ۲۵ لوبډلو په ګډون د خیبر پښتونخوا له بنو، کابل، پکتیا او له میدان وردګ څخه لوبډلو ګډون کړی، چې د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۴
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۰
Background image

کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۲۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د رحیمي یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS