په خوست کې د فوټبال د B لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري ددې ولایت د B ګروپ د لوبډلو ترمنځ په اماني لوبغالي کې پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د خوست ولایت په B ګروپ کې ۲۴ لوبډلو شتون درلود چې له ډلې یې ۴ لوبډلې A ګروپ ته ووتلې ، ۳ لوبډلې C ګروپ ته وغورځېدې او ۱۵ لوبډلې په همدې ګروپ کې پاتې شوې.
د B ګروپ پای لوبې ته د ګربزو او چینې بریال لوبډلو لاره موندلې وه چې په پایله کې یې چینې بریال ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
دوه نورې لوبډلې ، چې د الف ګروپ ته یې لاره موندلې د لکڼو منتخب او منګسو لوبډلې وې. په دې ټورنمنټ کې ټولې ۴۵ لوبې ترسره شوې چې شاوخوا شل ورځې یې دوام وکړ.
