په تخار ولایت کې د مختلفو ورزشي برخو ورزشکاران وستایل شول.
په تخار ولایت کې د تکواندو، کونګ فو، رزمي ورزشونو، ووشو او فول رزم هغه ورزشکاران چې په دې وروستیو کې په مختلفو سیالیو کې ښه ځلېدلي وو، د تخار ولایت د ورزشي آمریت له لوري وستایل شول.
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سرپرست ورزشکاران د ټولنې ویاړ راوستونکي وبلل او ژمنه یې وکړه چې د ورزشکارانو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره به له هرې ممکنه لارې کار اخلي او پوره هڅه به کوي.
