په بدخشان کې د تکواندو سیالۍ ترسره شوې
دا سیالۍ د تکواندو فدراسیون لخوا د بدخشان د فوتسال په لوبغالي کې د فیض اباد او ولسوالیو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په لاره اچول شوې وې.
یادې سیالۍ د بدخشان د تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې.
د بدخشان د بدني روزنې ورزش امریت او د تکواندو د فدراسیون لخوا غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، او نورې جایزې ورکړل شوې.
