پنجشیر؛ عنابه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ازادې سیالۍ ترسره شوې

د پنجشیر ولایت عنابه ولسوالۍ اړوند د استاد بهره مند عالي لېسه کې له پنجشیر او کابل ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ازادې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې د کابل څلورو کلپونو او د پنجشیر پینځو کلپونو د بېلا بېلو وزني کټګوریو کې سیالۍ ترسره کړې، چې په پایله کې د پنجشیر ولایت د ۶۰ غوره لوبغاړو سره د سیالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده او پراختیا ورکول، د ځوانانو هڅوول او د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې پیدا کول وو.
د سیالیو په پای کې د پنجشیر ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.