پلازمینې کابل د پهلوانۍ منتخبه لوبډلې لپاره ټاکنیزې پیل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۰:۹
پلازمینې کابل د پهلوانۍ منتخبه لوبډلې لپاره ټاکنیزې پیل شوې

د پلازمینې کابل د پهوانۍ منختبه لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ نن شنبې د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې.

د پهلوانۍ فدراسیون د مسؤولینو په خبره په دې سیالیو کې د کابل ۱۲ زونونو څخه۵۴۰ تنو ورزشکارانو او پخوانۍ منتخبه لوبډله برخه لري.

دغه سیالۍ به د لسو ورځو لپاره دوام ولري او په پایله کې به د سیالیو غوره ورزشکاران د کابل منتخبه لوبډلې ته لاره پیدا کړي.

د سیالیو موخه هم د کابل منتخبه لوبډلې ته د غوره څېرو په ګوته کول او ټاکل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS