پروان کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيد خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۲۷
پروان کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيد خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز او ولسواليو اړوند د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د "استقلال جام" په نوم د واليبال سيالۍ، چې دوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سيد خېل ولسوالۍ منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې سيد خېل ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سيالې غوربند منتخبې لوبډلې ته د زياتو امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو په پای کې د مسؤلينو له لوري لوبډلو او غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ، کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۲۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS