پروان ؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا څوارلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې د نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ او په بېلا بېلو وزنونو کې ترسره شوې په پایله کې لس ورزشکاران د پروان ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شوه.
د یادو سیالیو موخه د بدن ښکلا ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبډلې موندل و، چې په پای کې د نیمروز ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته مډالونه، قهرمانۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شوه.