پروان؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۰
پروان؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د تک فایټ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې عقابان ګلډن لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او ارسلان لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د کال غوره لوبډله موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د پروان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالي ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه

د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.

همدارنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۵
Background image

په ووشو کې دویمه بریا

د ناګویا په المپیکي سیالیو کې حامد اشرفي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې د مکاو چین پیاوړي حریف ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

له دې وړاندې محمد خالد هوتک یمني سیال مات ورکړې وه.. . .

BACK TO NEWS