پروان؛ سید خېل ولسوالۍ کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱
پروان؛ سید خېل ولسوالۍ کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې له پنجشېر، پروان او کاپیسا ولایتونو څخه د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې نویو ځوانانو، ځوانانو، او لویانو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې پروان لومړی، پنجشېر دویم او کاپیسا بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۶
Background image

د ووشو افغان ورزشکار د اسیا المپیکي سیالیو کې د مکاو چین هېواد سیال ته ماته ورکړه

د ووشو افغان ورزشکار حمید اشرفي د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو ووشو برخه کې د مکاو چین هېواد سیال ته په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او بل پړاو ته ووته.

همدارنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۵
Background image

په ووشو کې دویمه بریا

د ناګویا په المپیکي سیالیو کې حامد اشرفي په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې د مکاو چین پیاوړي حریف ته ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

له دې وړاندې محمد خالد هوتک یمني سیال مات ورکړې وه.. . .

BACK TO NEWS