پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۵۶
پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د شینواري لوبډلې خپلې سیالې شیخه ترکمن لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال ورزش ته وده ورکول او یووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د پروان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې جاوید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسلام آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۰
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS