پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د " ژمي" جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې بګرام ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې قلعه نصرو لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.