پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۴
پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني رونې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د پنجشېر، پروان، کابل او کاپيسا ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د پروان ولایت پهلوانانو لومړی، د کاپيسا ولایت پهلوانانو دویم او د پنجشېر ولایت پهلوانانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د پهلوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره پهلوانانو ته مډالونو او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS