پاکستان د 2021 کرکټ نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه
پاکستان د 2021 کرکټ نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه
د پاکستان کرکټ لوبډلې د هند ملي لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې ، د هند لوبډلې د توپ وهنی په برخه کې لومړی لوبه پیل کړه او په 20 اورونو کې یې د 7 ویکټو له لاسه ورکولو سره پاکستان ته ۱۵۲ مندی هدف وټاکه.
افریدي د پاکستاني ټیم لپاره د توپ آچونی په ډګر کې وځلید او د ۳۱ رنز په سپارلو سره وتوانید چې درې مهم هندي لوبغاړي د لوبې له ډر څخه وباسي.
او د لوبې په دوهمه نیمایي کې ، دا بابر اعظم او رضوان و ، چې د پاکستان بیټنگ په برخې کې ښه وځلیدل او په ۱۹ اورونو کې ور کړی هدف پوره او خپل سنتی سیال هند ته یې ماتې ورکړه.
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه د اکتوبر په پنځمه د سکاټلینډ پر وړاندې لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکت بورد په وینا دا لوبه د RTA Sport او ATN تلویزیونونو له لارۍ خپریږی.
