پاراالمپیک اسیایي سیالۍ؛ افغان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې چین تايپي ته ماتې ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۵۰
پاراالمپیک اسیایي سیالۍ؛ افغان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې چین تايپي ته ماتې ورکړه

د پاراالمپیک په اسیایي المپیکي سیالیو کې، چې د چین هیواد په هانګ ژو ښار کې جریان لري، افغان وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبه کې د "۵۷/۵۴" ګولونو په توپیر چین تايپي هیواد ته ماتې ورکړه.

په دې توګه د هیواد وېلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې د ۱۰ غوره لوبډلو په منځ کې اووم مقام خپل کړ. افغان لوبډلې په نوموړیو سیالیو کې فيليپین او چین تايپي هیوادونه ته ماتې ورکړه او ایران، ټالینډ، چین مالیزیا ته یې لوبې وبایللې.

بلخوا نن په یادو سیالیو کې یو بل افغان ورزشکار خان اغا پرواني په لامبووهنې کې سیالي وکړه، چې ۵۰ متره واټن یې په ۵۹ ثانیو کې وواهه او په یادو سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS