والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو پایلوبې ته ووتله
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې کوربه بنګله دېش لوبډلې ته ۱/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
له دې وړاندې هم افغان والیبال ملي لوبډلې مالدیف او نیپال ته ماتې ورکړې وه او سبا به د ترکمنستان پر وړاندې د دې سیالیو پایلوبه ترسره کړي.
د مرکزي اسیا زون سیالۍ د شپږو لوبډلو په ګډون د افغانستان، ترکمنستان، نيپال، مالدیف، سریلانکا او بنګله دېش هیوادونو ترمنخ پیل شوي دي.
