په محدودو امکاناتو سترې لاسته راوړنې، افغانستان اسیایي لوبو کې تراوسه څلور مډالونه ګټلي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۲۱:۳۸
په محدودو امکاناتو سترې لاسته راوړنې، افغانستان اسیایي لوبو کې تراوسه څلور مډالونه ګټلي

افغان لوبغاړو د بحرین په کوربتوب د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې څلور مډالونه ګتلي، ورته وخت کې فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې هم په دغو سیالیو کې ښه کارکردګي کړې او لویو هیوادونو ته یې ماتې ورکړي.

د ځوانانو درېیم پړاو اسیايي سیالي د بحرین په پلازمېنه منامه کې د اکتوبر له ۲۲مې پیل شوي، چې په کې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو څه باندې څلور زره ورزشکاران ګډون لري.

افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې تر دې دمه څلور مډالونه ګټلي، چې یو د سپینو زرو او درې د برونزو دي. یحیی محمدي او روح‌الله نظري د کورش په برخه کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي، دغه راز فیاض ابراهیمي د رزمي ورزشونو په برخه کې د سپینو زرو او احمد قیومي د برونز مډال ترلاسه کړ او افغانستان په دې سیالیو کې تاریخي بریاوې او مډالونه ترلاسه کړل، چې افغان ورزشکارانو پخوا په دې لوبو کې هېڅ مډال نه و ترلاسه کړی.

د افغانستان د فوټسال د ځوانانو لوبډلې هم په دغو لوبو کې په خپل بې‌ساري او زړه راښکونکي پیل سره تر دې مهاله ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او د ازبکستان، بحرین او چین په شان مهمو هیوادونو ته یې سترې ماتې ورکړي دي.

د ورزشي چارو پوهان وايي، د اسیايي ځوانانو دا لوبې د نړیوالو سیالیو لپاره د استعدادونو د روزنې مهم ډګر دی. د افغانستان لپاره دا مډالونه نه یوازې د سپورتي لاسته راوړنې، بلکې د یو نوي نسل د هیلې او هڅې نښه ده، چې په محدودو امکاناتو سره یې نړیوال ميدان ته ځان رسولی.

د سپورتي چارو د ناظرینو په باور، د افغانستان دا بریاوې کولی شي د هېواد د ځوانانو د سپورتي پالیسۍ، روزنې او ملاتړ په برخه کې مثبت بدلون ته لاره هواره کړي.

د بحرین دا سیالۍ د افغانستان لپاره د یو نوې پیل استازیتوب کوي او د خپلو ځوانو ورزشکارانو په هڅو د نړیوالې سیالۍ په ډګر کې نوې څېره وړاندې کوي.

بلخوا د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هم د مرکزي اسیا والیبال سیالیو کې مالدیف او نیپال هیوادونو ته ماتې ورکړه او له سریلانکا او ترکمنستان څخه یې ماتې وخوړه.

د بحرین هیواد په کوربتوب روانو اسیایي سیالیو کې له افغانستان د اتو ورزشي رشتو ۳۱ ورزشکارانو ګډون کړی، چې تر دې مهاله پکې ښه ځلېدلي.

په دغو سیالیو کې چین د ډېرو مډالونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی او افغانستان هم تر ډېرو مهمو اسیایي هیوادونو لکه پاکستان، جاپان، قطر، کویټ او بنګلادیش هیوادونو څخه مخکې دی.

نویو ځوانانو اسیایي لوبې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي. افغانستان تر دې وړاندې په دغو لوبو کې هېڅ مډال نه و ګټلی او دا دوه مډالونه د راتلونکو بریاوو لپاره د نوو هیلو زېری ورکوي او دا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې لویه لاسته راوړنه ده. د افغانستان ورزشکاران لا هم په پهلوانۍ، WTF تکواندو، جوجیتسو، جودو او سوک وهنې په برخه کې د مډال ګټلو چانس لري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS