هلمند کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د عادل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عادل لوبډلې خپلې سيالې ستارگانو لوبډلې ته د ۷-۲ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره سالمې تفريح او بوختيا په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
