هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په سيلاب صفار لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "افغان مهاجرينو" په نوم د فوټبال سيالۍ د ش.ه.يد معصوم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې ش.ه.يد معصوم لوبډلې خپلې سيالې صفار ځوانانو لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
