هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حوزوي ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حوزوي ليگ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په لکړۍ فوټبال حوزې کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال حوزوي ليگ سيالۍ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د منصوري ځوانانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د اباسين څپې، منصوري ځوانانو، عمري ځوانانو، سپين غر بازانو، پامير اتلانو، اوربل اتلانو، او لکړۍ لېسې لوبډلو گډون کړی، چې لومړۍ لوبه د اباسين څپې او منصوري ځوانانو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې ۰/۲ گولونو په توپير د منصوري ځوانانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې ياد ليگ هر کال د گرمسېر ولسوالۍ په ټولو فوټبالي حوزو کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS