هلمند؛ گرشک ولسوالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د فوټسال سيالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سيالې روحاني لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت او يووالي په موخه ترسره شوې، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.
