هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د هزار جفت مرکزي او اتحاد هزار جفت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هزار جفت مرکزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو څلور اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه. اتحاد هزار جفت لوبډلې د هدف په تعقیب کې د دوو ویکټو په زیان ۵۶ منډې وکړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د هزار جفت غوره لیګ ته د دوو غوره لوبډلو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
