هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د بُست آریا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بُست آریا لوبډلې د ۲ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې ملا کرم لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
