هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د غېږ نیونې اختریزې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د دوديزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت د ګرمسېر ولایت په امير بلند آغا سیمه کې د لوی اختر په مناسبت د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د حاجي الله داد او حاجي عصمت خان پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې یې د حاجي الله داد پهلوانانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او لومړی مقام يې خپل کړ.
يادې سیالۍ د لوی اختر د نمانځلو په مناسب ترسره شوې چې له ٨٠ زیاتو پهلوانانو پکې ګډون کړی و او درې ورځې يې دوام وکړ.
