هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې آريانا لکي لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې مسلم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دی، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
