هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د فوټسال شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ سي لوبډلو ترمنځ د فوټسال شپنۍ سیالۍ د بريا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې بريا لوبډلې خپلې سيالې استقلال لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي او سالم مصروفیت په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۶ ورځې يې دوام وکړ.
