هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو (B) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو (B) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګرشک زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ګرشک زلمیو او څپاند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ګرشک زلمیو لوبډلې د ۳/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د دغو سیالیو غوره لوبغاړی اسدالله، غوره ګول ساتونکی صدام او غوره ګول وهونکی لعل محمد وټاکل شو.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.