هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۵۹
هلمند؛ په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د گرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گرشک ځوانانو او آشنا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې گرشک ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې آشنا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۵۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۹ منډو په توپیر وبايلله.

د دغو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول وو، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS