هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د فوټبال رمضان جام سيالۍ د وطن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې وطن لوبډلې خپلې سيالې اريانا لوبډلې ته په پينالټي شوټونو کې د ۴_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
په پای کې اتلو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.