هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ډبل ناک اوټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۲:۱۰
هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ډبل ناک اوټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جغت فوټبالي حوزه کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ډبل ناک اوټ (تګ راتګ) سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پيل په لوبه کې د خراسان او نوي اتلان لوبډلې سره مخ شوې، چې د دواړو لوبډلو لوبه د ٠-٠ پايلي سره مساوي پاى ته ورسېده.

په دغو سياليو کې قریشي، سرحدي اتلان، هزارجفت مرکزي، نوي ځوانان، عمرزي، شملان، نوي اتلان، شهید اجمل، خراسان ، هزارجفت لیسه او فولاد لوبډلې برخه لري.

يادي سيالۍ به ١٥ ورځې دوام وکړي چې پر دوام به يې نن دوشنبه د نوي ځوانان او شهيد اجمل لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS