هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۲۶
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په بلندآغا حوزه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د ګرمسیر ولسوالۍ د ورزش مسؤولینو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه .

د یاد لیګ لومړۍ سیالي د هیواد لوبډلې او لمر فوټبال لوبډلې ترمنځ وه چې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په دې لیګ کې د ګرمسیر ولسوالۍ له بیلابېلو سیمو څخه اتحاد، اقبال، هیواد، لمر افغان، حسین، اریانا، حبیبي، خوشحال، انوري، وصال او افغان لوبډلې برخه لري.

د لیګ موخه د غوره لوبغاړو په ګوته کول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول دي او په پای کې ده چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS