هلمند؛ په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۱۴
هلمند؛ په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ۱۴ اوریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د نورزي اتلانو او نوي هملندي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه نورزي اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۴۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نوي هلمندي ځوانانو لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په څلورو وېکټو یې ماتې وخوړه.

دغه سیالۍ د نهرسراج ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ مسوول له خوا د ځوانانو د تشویق او هڅوونې په موخه پیل شوې دي او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS