هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ ورزش ته د نويو ځوانانو هڅولو په موخه د فوټبال سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د محمد خان لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د محمد خان لېسې او لوی باغ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې محمد خان لېسې لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.