هلمند؛ په مرکز لښکري بازار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۹:۱۹
هلمند؛ په مرکز لښکري بازار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ هلمند ولايت مرکز اړوند لښکري بازار د غربي لېسې د ادارې له لوري د نوموړې لېسې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ۱۱ ج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې، پايلوبه يې د ۱۱ ج او ۱۱ الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ۱۱ج لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د غربي لېسې په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS