هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۰:۴۴
هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په عبادالله کلف سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ناصراباد لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د ناصراباد او کامران سعادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ناصراباد لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف کېښود، کامران سعادات لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۷
Background image

ننگرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال د فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پسرلني جام سيالۍ، چې دوې اوونۍ يې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۳
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۲
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ پيل شو

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اقچه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې، چې يوه نيمه. . .

BACK TO NEWS