هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د دوو لوبډلو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ناوې ولسوالۍ او کوچیانو لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د ناوې ولسوالۍ ورزشکارانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.