هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بُست ساتونکو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۲۳
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بُست ساتونکو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنمې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بُست ساتونکو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پنجا و دو ستورو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. پنچا و دو ستورو لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه. بست ساتونکو لوبډلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په یوولسم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د همغږي د رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
Background image

یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

BACK TO NEWS