هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۵۸
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بلوڅ کاروان او ناصري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بلوڅ کاراون لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٥ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٨ منډو هدف وټاکه. ناصري اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو ویکټو په زيان ١٧٠ منډې وکړې او د ٢٧ منډو په توپیزګر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS