هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د کبډي سیالۍ پیل شوې.
د هلمند ولایت د ورزشي مسؤولانو په خبره، دا سیالۍ د کبډي ورزش ته د ودې ورکولو او همداراز په دغه برخه کې د ځوانو استعدادونو موندلو په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
